Noman Ghaznavi
Noman Ghaznavi

@ghaznavi078

6 تغريدة 2 قراءة Aug 25, 2023
د قوش تېپې کانال (مهمه او لویه ملي پروژه)؛
افغانستان یو له هغه هیوادونو څخه دی، چې د الهي نعمتونو او طبعي زېرمو څخه مالامال دی. افغانستان د نړۍ په کچه د کیمیاوي اجزاؤ، سروزرو او قیمتي ډبرو لوی او ستر کانونه لري، د عربو له تیلو څخه د دې خاورې معادن او ذخائر لوړ ارزښت لري...۱/۶
که څه هم د ټولې اسلامي نړۍ (آسیا ـ افریقا) هیوادونه د افغانستان په څېر له طبعي زېرمو څخه ډک وو / دي. بدبختانه! د دې پر ځای چې ځایي مسلمانان ترې ګټه پورته کړي، خپل ژوند پرې هوسا کړي، نامسلمانو داړه مارانو پرې خېټه اچولې ده. د اسلامي نړۍ په وسپنه، تېلو او خامو موادو ... ۲/۶
ایفل ټاور، پرمختللې ټیکنالوژي او مجلل ښارونه جوړ شول، خو مسلمانان د دومره الهي ورکړې سربېره د دوه وخته ډوډۍ په لټه کې سرګردان دي.
د اشغالګرو او د انسانیت د وینو زبېښونکو هیوادونو د نورو موخو ترڅنګ د اشغال او استعمار یوه موخه د مستعمره هیواد طبعي زېرمې، معادن او ... ۳/۶
ارزښتمن شیان لوټل او کمزوري هیوادونه نه پرېښودل، تر څو د پرمختګ او سوکالۍ لپاره له خپلو طبعي زېرمو او فرصتونو څخه ګټه پورته کړي.
په تېرو څو لسیزو کې افغانان د داسې وضعیت عیني شاهدان وو.
افغانانو د بې مثاله قربانیو په مټ نه یوازې دیني او جغرافیوي خپلواکي ترلاسه کړه، بلکې ... ۴/۶
له خپلو اوبو، معادنو او طبعي زېرمو څخه د ګټې اخیستنې بهترین فرصت په لاس ورغی.
د قوش تېپې کانال د نمونې په ډول یادولای شو. یاد کانال د بلخ له کلدار ولسوالۍ څخه د فاریاب تر اندخوی پورې (۲۸۵ کیلومتره) یوه لویه او سپېره دښته خړوبوي او ډېر ژر به یاد کانال د دې زورېدلي ولس ... ۵/۶
او جګړو ځپلي هیواد د هوساینې ذریعه وګرځي.
د یاد کانال ارزښت او اهمیت هغه څوک ډېر ښه درک کولای شي، چا چې یاده بې پایانه دښته په خپلو سترګو لیدلې وي. ۶/۶
نعمان غزنوي

جاري تحميل الاقتراحات...