څارګر اشنا
څارګر اشنا

@sargr_5

12 تغريدة 33 قراءة Jul 24, 2023
د( X) علامی مکمل معلومات!
هر ملګری یی نشر کړی!!
د 《 X 》نښې راز !
نن ورځ د ډيرو خلڪو په موټرو ڪې د X نښه راځړیدلي وي، خو ایا پوهیږئ؟ دا نښه چې یو ځانګړی شڪل لري موخه او هدف یې څه دی!؟
له بده مرغه په اوسني وخت ڪې چې ډيری شیطاني او صهونیستي نښې چې په نړۍ او زموږ هیواد
@sargr_5
ڪې په یو نه یو ډول سره یې د خلڪو په منځ ڪې شهرت پیدا ڪړی او ڪارول ڪیږي، دا د شیطان پرستۍ یو ځانګړی ډول دی، چې موږ ته د لویو فتنو د پيل لپاره یوه ستره انګیزه راڪوي، اودا انګیزه په یو نه یو ډول زموږ مذهبۍ او عقیدوي ارشادات خپل هدف ګرځوي.
یوله نوموړو نښو څخه د X نښه ده، چې د موټر
د مخامخ هندارې لاندې د تورې ټوټې پر مخ په سپین رنګ سره راځړیدلي یا د سټیڪر په شڪل وي.
ڪه په عامه توګه اساسي موضوع ته راسو نو، د نړۍ پر مخ له هند څخه نیولې چین، یونان، ایران، روم، مصر او داسې ډیری تمدنونو شتون درلود، او د دوي په منځ ڪې په مختلفو نومونو مختلف ڪفري خدایان او
شیطاني نښې نښانې موجودې وې.
یو له نوموړیو تمدنونو څخه د مصر تمدن دی، چې دوي به په خپل هیواد ڪې د قانون د تطبیق او عملی ڪولو تر نامه لاندې د ڪفري خدایانو او د شیطان پرستۍ مختلفې زده ڪړې ورڪولې.
یهودان چې په نوموړې سیمه ڪې میشت و، او بیا د موسی علیه السلام په دوران ڪې له دې سیمې
څخه هجرت ته اړ سول، نو یهودانو له ځانه سره ټول الحادي او جادوګري ڪلتور چې د (ڪابالا) په نوم سره یې شهرت درلود انتقال ڪړ، ڪابالا په عبراني ڪې: ( קַבָּלָה ) او په عربي ڪې: ( قباله ) ته وایي. او د نوي دین په نامه سره یې مسمی ڪړ، چې بیا وروسته یې د دین په نامه داسې زیاتونې وڪړې، چې
په بیانولو سره ژبه ورباندې شرمیږي.
دغه شیطاني شبڪې په پټه سره خپل حرڪت ته ادامه ورڪړه، تردې چې نن ورځ په نړیواله ڪچه ستر ستر سازمانونه ورڅخه جوړ سول، چې د فراماسونري(فریمیسن)، ایلومیناټي، واتیڪان او مذهبی مرڪزونه یې ښه بیلګې دي.
په یادو تمدنونو ڪې یوازینی مصري تمدن و، چې د نښو
زیاته ڪارونه پڪښې ڪیدله او له دې لارې به یې خپلو موخو ته ځانونه رسول، یو له دغو نښو څخه چې مصریانو به په خپلو مذهبي چاپيریال ڪې ڪاروله هغه دوه مقتاطع خطونه و، چې د شیطان پرستۍ او همدارنګه د خپلې خشوع او احترام څرګندونه به یې ورباندې ڪوله.
همدارنګه په مصري تمدن ڪې د درناوي او
احترام لپاره دا هم عامه وه چې خپل لاسونه به یې د ضرب د علامې په شڪل پر خپلو سینو باندی نیول، ډيری وخت به ځانګړو مجسمو او همدارنګه مصري بادشاهانو سره لیدنو او ڪتنو ڪې نوموړې ڪړنه سرته روسوله چې هدف یې شیطان پرستې او نوموړي ته درناوی و.
یاده نښه چې سرچینه یې شیطاني پرستي ده،
د وخت په تیریدو سره قدم په قدم له یوه نسله څخه بل نسل ته ور انتقال سوه، تر دې چې په ۱۶۰۰م ڪال ڪې د (بومه) په نامه یو ڪابالیست او ڪیمیاګر چې له المان څخه و، نوموړې شیطاني علامه بیاځلې په اروپا ڪې مروج ڪړه.
وروسته له (بومه) څخه به په پټه سره له یادې نښې د صهونیستان، ڪابالیستانو،
فراماسونها(فریمیسن)، ایلومیناټيانو او شیطان پرستانو تر منځ د یو ارتباطي ڪوډ په شڪل سره ورڅخه ڪار اخیستل ڪیده، تردې چې اوس دا علامه/نښه په ښڪار توګه سره په فلمونو، ویډیو ګیم او ځینو عڪسونو په شڪل او همدارنګه زموږ د ورځني ژوند په نورو برخو ڪې ڪارول ڪیږي، او لڪه مخڪې چې یادونه وڪړه،
چې هدف او موخه یې د شیطان پرستي او نوموړي ته درناوی پر ځای ڪول دي.
نو په همدې اساس د صهونیستانو شیطاني تنظیم هڅه ڪوي، ترڅو دغه ډول نښو له رواجولو سره ځانونه شیطان، دجال راتګ او همدا راز شیطان پرستۍ ته د درناوۍ په موخه تیار آماده وښایې، او د مسلمانانو له ناخبرۍ
څخه په ګټه اخیستنې له مختلفو زاویو د فڪري او عقیدوي استعمار لاندې راونیسي او خپلې دجالي مفڪوری او دسیسي ورباندې تطبیق او عملي ڪړي.
#هدف: موږ ته لازمه ده ترڅو د دا ډول ګواښونو/نښو ته پام ولرو، ځان، ڪورنۍ او ملګري ورڅخه خبر او وساتو.!!
#محمدطٰهٰ
@sargr_5

جاري تحميل الاقتراحات...