Aabid urrahman(عابدالرحمن)
Aabid urrahman(عابدالرحمن)

@Aabid1360587

14 تغريدة 3 قراءة Jun 08, 2023
د نجونو تعليم او په تړاو یې د حکومت د فرمان ارزونه.
لكه څرنګه دا بحث څو بعدي څېړل کيږي او غبرګون زېږوونکی دی، نو ستاسي د پوره حوصلې غوښتونکي یو ، او د ټولو رسنيز فعالانو پاکو ولولو او احساساتو ته په پوره احترام قائل يو.
نن په نړۍ کي د دولت په صفت هغه څوک پېژندل کيږي چي دغه څلور عناصر پوره کړي: حاکميت، حکومت، سيمه او نفوس. اوس پوښتنه داده چي څومره سيمه بايد ولري ؟ چي دوخت دکتورينو یې جواب ویلی دی، ډېرو په متفاوت ډول د مساحت کچه یاده کړې ده، اوس اتفاقي جواب دا دی چي دسيمي د پراخوالي ...
مقدار مهم نه دی؛ بلکه، په سيمه کي د خلګو متجانسوالی یا قوي سياسي شعور مهم دی او دا په معياري تحصيل سره حاصليږي. نن دساينس او ټکنالوجي زده کړه ځکه فرض ده، چي مسلمان د غیر مسلمان د احتیاج څخه باسي او د اسلامي شریعت د ښه تطبيق مؤثر عنصر جوړېدای سي.
د نجونو تعليم او تحصيل او که دغرب لومه؟
راځئ په هېواد کي د نجونو دعالي تحصیلاتو شالید وګورو.د کابل پوهنتون تاسيس په ۱۹۳۲ م کي وشو، ورسره سم دطب پوهنځۍ افتتاح شول، ورپسې دا سلسله نورو ولاياتو ته وغځېدل. ۹۰ کاله کيږي دښځينه وو تحصيلي بنسټونه هر کال لسګونه ښځينه فارغين لري ...
تر ننه پوري مونږ د يوې ښځينه محض پېچلي ناروغۍ دتداوۍ پر ځای تشخيص لاهم نه سو کولای، دا ولي؟ څو کاله لا اړ يو چي انتظار وکړو تر څو په ځان بس سو؟! نن صحيح ده، په زرګونه روغتیایي فعالاني لرو، خو دوی هغه روغتيايي چلند دناروغانو دناروغيو په وړاندي کولای سي کوم چي ډېر پخوا ښځو بېله
سواده کولای سوای.
بله نقطه: زه هغه کسانو ته وايم چي دلويديځوالو ږغ د حاکم نظام په وړاندي بدرګه کوي، تاسو د نجونو دکوم تعليمي سيسټم څخه دفاع کوی، داسي سیسټم چي نصاب یې داسي انجوني وروزلې؛ کوم چي د صليبي استخباراتي ماموريت مخته وړل د ځان لپاره فخر او ویاړ کڼي؟؟
ايا تاسو ...
په تېر نظام کي چي د مختلط تعليم کلتور په یوه مشروع عرف بدلېدونکی وو، تاسي خپل ږغونه اوچت کړل؟
او دا (مخلوطي زده کړه) هغه ډول سيسټم چي نن د ټولي اروپا دريمه برخه ښځينه زده کوونکي د جنسي ځوروني سره مخ دي.
بله نقطه: دا يو منل سوی حقيقت دی چي د نجونو د تعليم فکر
د پرديو لخوا راوړل سوی په پردي معيارونو او شرائطو سمبال عملي سوی وو. حال دا چي زمونږ شرائط د نورو سره په هر څه کي فرق لري. دطب پوهنځۍ یې ځکه پکښي افتتاح کولې چي داولسونو په سترګو کي خاوري واچوي. تاسو وواياست، په کومو اصلي(ساینسي) مضامينو کي پوره مسلکي ښځينه استاداني لرو؟
د هېواد په کچه په ټولو سيمو کي که ښځينه استاداني هم وي نو فرعي مضامين تدريسوي.
د طب پوهنځۍ یې دټولو په سترګو کي ورکړې ورسره په عين حال کي یې په ټولو غير ضروري (دښځينه وو لپاره) پوهنځيو کي سهم ورکړی دی. راځئ لږ څېړنه وکړو، په کوم دولتي او غير دولتي دلوړو زده کړو ...
بنسټونو او نهادونو کي د بې ناموسۍ پېښه نه سوه تکرار؟؟!
عمرفاروق (رض) چي ښځي په هغه خير القرون کي دفرض عين لمانځه څخه دفتنې دويري بندي کړلې، که نن هغه ژوندی وای پوهنتونو کي چي د #_فتنې نه بلکه #_د_فتنو وېره ده نجونو ته به یې اجازه ورکړې وای؟ب
بله نقطه: ډېر کسان دنامحرم ډاکټر ديوې نا محرمي مېرمني تداوي ښه نه بولي، او استدلال په کوي چي وجداناً بايد ښځي تحصيل ته پرېښودل سي. د ناروغي مېرمني ملاقات د يوه ډاکټر سره چي حد اکثر يو ساعت نيسي، په ډېرو وختونو کي محرم کس ورسره وي دابه بده وي او که د نامحرم کسانو( استادانو،
مديرانو او رئېسانو سره په کلونو کلونو په ساعتونو ساعتونو وخت تېرول د يوه لايعني فن د زده کړي لپاره(د نجونو لپاره) به بده خبره وي؟ دا فرمان د علماوو د شرعي مد نظر وتلی دی هغه دټولني په ضرورياتو، دردونو او دواګانو ښه پوهيږي. نن امامت کبری دعلماوو په لاس کي دی
داسي اقتدا یې واجب ده لګه په لمانځه کي چي د امام متابعت کوو البته په معروفاتو کي نه په منکراتو کي.
په هر صورت مونږ د نجونو پر تعليم د مطلق تحريم لګولو طرفداران نه يو، تعليمي مصؤن او محفوظ چاپيريال ژر تر ژره برابرول اړين دي، د نصابونو جدي تدوين په کار دی، د مدرسې او مکتب ...
ترمنځ دنفاق واټن له منځه وړل پکاردي او په دې برخه کي د شته کدرونو څخه استفاده کول زيات اړين دي.
عابد الرحمن

جاري تحميل الاقتراحات...