Zabihullah (..ذبـــــیح الله م )
Zabihullah (..ذبـــــیح الله م )

@Zabehulah_M33

3 تغريدة 17 قراءة May 11, 2023
د پیاوړي علمي او تصوفي شخصیت خلیفه عبدالواحد نقشبندي د وفات په اړه د اسلامي امارت اعلامیه
په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د هېواد پیاوړی علمي او تصوفي شخصیت الحاج خلیفه صاحب عبدالواحد نقشبندي رحمه الله وفات شوی دی.
۳/۱
د افغانستان اسلامي امارت د نوموړې وفات، علمي او تصوفي جامعې ته یوه ستره او نه جبرانیدونکی ضایعه بولي.
له الله تعالی څخه غواړو چې د مرحوم خلیفه صاحب ټول ترسره کړي علمي او دعوتي خدمتونه په خپل عالي دربار کې قبول او منظور کړي، نوموړي ته جنة الفردوس
۳/۲
او کورنۍ، مریدانو او متعلقینوته یې جمیل صبر او جزیل اجر ورنصیب کړي او د افغانستان ولس ته نعم البدل ورکړي.
د افغانستان اسلامي امارت
۱۴۴۴/۱۰/۱۹هـ ق
۱۴۰۲/۲/۱۹هـ ش ــ 2023/5/9م
۳/۳

جاري تحميل الاقتراحات...