عبدالنافع ټکور
عبدالنافع ټکور

@Takor786

4 تغريدة 1 قراءة May 06, 2023
نشه یي توکو سره د مبارزې منسوبینو د نشه یي توکو د کروندو د له منځه وړلو په دوام، په ۱۱ ولایتونو کې په څو جلا عملیاتو کې څه باندې ۱۶۷۰ جریبه ځمکه د کوکنارو له کروندو پاکه کړې ده. له منځه یې، ۳۰۰ جریبه ځمکه د ننګرهار ولایت په نازیانو او سپين غر ولسوالۍ،
۱/۴
۲۹۶ جریبه د بدخشان ولایت په کشم ولسوالۍ، ۲۵۵ جریبه په ارزګان، ۲۲۵ جریبه د کنړ ولایت په وټه پور او دانګام ولسوالیو، ۲۲۳ جریبه د تخار ولایت په مرکز، فرخار او کلفګان ولسوالیو، ۱۲۷ جریبه ځمکه د لغمان ولایت په دولت شاه او ۵۷ جریبه د همدې ولایت په علیشنګ ولسوالۍ، ۷۳ جریبه.
۲/۴
د نورستان ولایت په وانت وایګل ولسوالۍ، ۳۷ جریبه د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ، ۲۴ جریبه د بغلان ولایت په برکه او نهرین ولسوالیو او ۱۳ جریبه په مرکزي بغلان او پلخمري ښار، همدارنګه، ۴۰ جریبه په غور ولایت کې له کوکنارو پاکه شوې ده.
په ورته وخت کې، سلګونه جریبه ځمکه
۳/۴
د بادغیس ولایت په قادس او تګاب عالم ولسوالیو کې د نشه یي توکو سره د مبارزې منسوبینو له کوکنارو پاکه کړې ده.
۴/۴

جاري تحميل الاقتراحات...