 ملا عمر الحنفي
 ملا عمر الحنفي

@MulaOmarHanafi

13 تغريدة 2 قراءة Apr 17, 2023
د سعودي عربستان/ مکې په اړه حیرانونکي حقایق:
۱- دلته اوبه ګرانې او تېل ارزانه دي.
۲- دلته د لارو په اړه ښځې د نارینه وو په پرتله زیات معلومات لري او ښځې دلته هر څه کوي خو پرده کې دي.
٣- دلته نفوس 4کروړه دی او موټرونه له 9کروړه څخه ډېر دي.
۴- د مکې مکرمې کثافات له ښاره
١٣/١
70کیلومتره لرې په غرونو کې اچول کېږي.
٥- زمزم دلته ټول کال او ټوله نړۍ کې مصرفېږي، خو لله الحمد تر نن ورځې پورې پکې هېڅ کمښت نه دی راغلی.
۶- یوازې په مکه مکرمه کې په ورځ کې ۳ لکه چرګان خوړل کېږي.
۷: په مکه مکرمه
١٣/٢
کې هېڅکله خپل منځي جګړه نه ده شوې.
۸- شاوخوا ۳ میلیونه هندیان، ۱.۸ میلیونه پاکستانیان، ۱.۶ میلیونه بنګالیان، ۴ میلیونه مصریان، ۱ میلیون یمنیان او ۳ میلیونه افغانان او د نورو هېوادونو وګړي په سعودي عربستان کې کار کوي.
فکر وکړه چې له دې ځایه به الله تعالی د څومره خلکو
١٣/٣
کورونو ته نفقه برابره وي.
٩- یوازې په مکه مکرمه کې 7 ملیونه ACs کارول کېږي.
۱۰- دلته له خرما پرته بل فصل نه کرل کېږي، خو د نړۍ هر څه، مېوې، سبزي او نور دلته پرته له کوم موسم پېرل کېږي.
۱۱- دلته په مکه مکرمه کې ۲۰۰ کیفیته خرما پلورل کېږي او داسې خرما هم شته چې زړي
١٣/٤
نه لري.
۱۲- په مکه مکرمه کې هېڅ شی دويم نمبر نه پلورل کېږي، حتی دوا هم.
١٣- په ټول سعودي عربستان کې هېڅ سیند یا حوض نشته، خو بیا هم دلته د اوبو کمښت نشته.
۱۴- په مکه مکرمه کې د برېښنا مزي نشته، ټول تر ځمکې لاندې دي.
۱۵- په ټوله مکه مکرمه کې نهر او تالاب نشته.
١٣/٥
١٦- ټولو نه ښه ټوکر دلته پلورل کېږي، په داسې حال کې چې جوړيږي نه.
۱۷- دلته دولت هر زده کوونکي ماشوم ته له ۶۰۰ تر ۸۰۰ ریالو میاشتنۍ وظیفه ورکوي.
١٨- دلته د فریب هېڅ شی نشته.
۱۹- دلته له دولت څخه د پرمختيايي چارو لپاره ترلاسه شوې پيسې په بشپړه توګه مصرفېږي.
١٣/٦
۲۱- دلته شنې ونې او بوټي نشته، يعنې ونې، غرونه وچ او تور دي، خو په تنفس کې مشکل نشته، دا علمي څېړنه دلته ناکامه ده.
۲۲- دلته هر څه واردېږي، خو انفلاسیون نشته.
نور نوي روښانه اړخونه په ډاګه شوي.
د تفصیلاتو له مخې د زمزم د اوبو او د هغې د څاګانو د اسرار په اړه
١٣/٧
څېړنې کوونکې نړیوالې ادارې د خپل طبیعي ټکنالوژۍ پای ته رسېدو کې پاتې راغلي.
نړیوال څېړنیز بنسټونه له څو کلونو راهیسې د دې موضوع په څېړلو بوخت دي.
د زمزم په اوبو کې د موجودیت لاملونه څه دي؟
١٣/٨
720 لیتره په یوه دقیقه کې
په داسې حال کې چې په یو ساعت کې ۴۳ زره دوه سوه لیټره.
په دې څاه کې اوبه له کومه راځي؟
په داسې حال کې چې د مکې په ځمکه کې د سلګونو فوټو ژوروالي سره سره اوبه نشته.
د جاپان د هیدو انسټیټیوټ په خپل څېړنیز راپور کې ویلي دي
که د زمزم اوبه په یو
١٣/٩
څاڅکي عامو اوبو کې ورګډې شي، نو د زمزم د اوبو په شان به شي.
په داسې حال کې چې د زم زم د یوې څاڅکي کرسټال د نړۍ د هېڅ سیمې په اوبو کې موندل شوي کرسټال ته ورته نه دی.
یو بل وجه هم راغلې چې د زمزم ملکیتونه حتی د ري سائیکل مثلا اېشدو سره هم نشي بدلیدلی.
١٣/١٠
د زمزم په اوبو کې د منرالونو تناسب د هر لیتر mg په ارزولو سره ټاکل کېږي.
په ترکیب کې یې
*سوډیم 133،*
*کلسیم 96،*
*پوتاشیم 43.3،*
*بای کاربونیټ 195.4،*
*کلورایډ 163.3،*
* فلورایډ 0.72،*
*نايټریټ 124.8،*
او سلفیټ 124 ملي ګرامه په یوه لیتر کې دی.
١٣/١١
د زمزم د اوبو څاه ۹۹ فوټه ژوره ده.
او د هغې له چینې څخه د څاه تر ښکته پورې فاصله 17 متره ده.
دا باید څرګنده وي چې د نړۍ په نږدې ټولو څاګانو کې اوبړي، د ډول ډول بوټو وده او د نباتاتو او بیولوژیکي وده یا د مختلفو حشراتو پیدا کول یو عام شی دی، کوم چې د اوبو د رنګ او
١٣/١٢
خوند بدلون سبب ګرځي.
دا د الله جل جلاله فضل دی چې په دې څاه کې نه واښه را شنه کېږي، نه نور بوټي او نه د اب زم زم اوبو رنګ بدلېږي، نه خوند.
سبحان الله
یو ورور خپاره کړي ول، ما یې متن د املایي او ادبي اصلاح وروسته تاسو سره نشر کړ، د متن محتوا اصلي ده.
١٣/١٣

جاري تحميل الاقتراحات...