لپاره تیاریانې روانې دي، جمعه ودرېده، یو دانه ځوان مجاهد مخکې کیږي او په ملکوتي سکوت د ماسپښین دلمانځه امامت کوي، لمونځ خلاصیږي، هر مـجاهد په خپله خپله دنده بوخت دی، ماذیګر راغی لمونځ ادا شو، په سـنګر لاهوتي پرتم خپور دی، لمر لوېدو ته نږدې شو، کرار کرار ماښام ته ورنږدې کیږو،
1/2
1/2
لومړنۍ روژه ده، ملګري په زاریو او ژړاوو له خدایه د خپل ځان لپاره د مقبول شهادت دعاوې کوي، ژړاوو زور واخیست او سلګۍ په چغو بدلې شوې، له دې سره له وړاندې کلي د لومړنۍ روژې د ماښام د آذان خوږ غږ را روان دی، نه روژه ماتی تیار دی او نه یې څوک د تیارولو فکر کوي، ګټه هم نه کوي ځکه
1/3
1/3
د دیګ لپاره داسې خاص څه نشته، یو مجاهد له خپلې چانټې څو خرماوې را وویستلې او په ملګرو یې ووېشلې، ورپسې د ماښام جمعه ودرېده، یو محسود ژڼی لمانځه ته مخکې شو، په ژړغوني او سوزناکه آواز یې د ماښام د لمانځه امامت ترسره کړ، ورپسې په دعا کې یې بیا د ټولو ملګرو له سترګو اوښکې وبهولې
1/4
1/4
، له دعاء وروسته یوه بل مجاهد لږ وچه ډوډۍ له څو پیازو او رومیانو سره را واخیسته، په ځمکه یې کېښودل، ملګري را ټول شول په داسې حال کې چې یو بل ته یې مسکل، په خوند خوند یې څو مړۍ ځینې وکړې، تر روژه ماتي وروسته هر څوک په خپلو دندو بوخت شول، دا دی تقریبا 10 بجې د شپې دي،
1/5
1/5
تپه تیاره خپره ده، ګير چاپيره هيبتي غرونه را تاو دي، زه ليرې په پهره ولاړ یم او د قاري صیب قطیبه د تراویحو قرأت مې زنګوي، په فضاء رعبناکه سکوت خپور دی، ملګري ټول د خپلو چريکي بسترو سره تيت پرک شول، احمد د غره پورې څنډې ته لاړ، بلال بیا دنګ چنار ته تکیه ووهله، هر ملګری له رب
1/6
1/6
سره په اړیکه کې تللی، څوک مراقبه کوي، او څوک بيا د تیرې شپې د تعرض په اړه فکر کا، شاوخوا پنځه دقيقې پهره مې لا پاتې چې پسپساری مې تر غوږو شو، شاوخوا مې وکتل چې څه کيسه ده، ليرې يو تته رڼا ښکاره شوه، چې ور نېږدې شوم، ګورم چې رفيع الله خپل رب ته په زاريو پروت دی،
1/7
1/7
چې غوږ مې ورته ونيو، له خالق ذات څخه يې څه داسې پوښتنې کولې، ولې پرون زه شهيد نشوم، ولې مې خپل ځانته نه غواړې، یا الله ﷻ ته مو ستړیاوې او تکالیف قبول کړې، ته مو په یوه سوچه اسـلامي نظام ونازوې،یا الله ﷻ د اسلامي امارت غـازیان هم همداسې با همته او بریالي لرې،
1/8
1/8
جاري تحميل الاقتراحات...