دادمحمد ناوک:
کله چې مې د سلیمان اشنا @sashna111 غوسه ولیده، چې سلامت ژورنالیزم یي تر بوټو لاندې کړی و، نو اندېښنه مې شوه چې د نیول شوي مدني فعال د ورور له خوا شوې تمثیلي ویډیو باید وګورم.
کله چې مې د سلیمان اشنا @sashna111 غوسه ولیده، چې سلامت ژورنالیزم یي تر بوټو لاندې کړی و، نو اندېښنه مې شوه چې د نیول شوي مدني فعال د ورور له خوا شوې تمثیلي ویډیو باید وګورم.
ماویل اوس به سلامت کلی پر نړیدلي کور را ټول وي، بم سوځولې دروازې به تخته تخته پرتې وي نری دود به لا ترېپورته کېږي، تر نړيدلو دېوالونو لاندې به لا غلي زګیروي خېژي، لوټې به په وینو خال خال ککړې وي او یوه نیمه چوله کې به د ماشوم نیم لاس،
یو لولپه ټکری یا یوه په بوټ کې بنده کوچنۍ پښه ښکاري؛ خو چې ویډیو مې پیدا کړه یو څو کتابچې سره شیندل شوې، حتی المارۍ لا سلامته ولاړه ده او کوچونه همنه دي سره ښورېدلي، نو د دې ویډیو د پروډیوسر په حماقت او د اشنا په جهالت افسوس راته ودرید!
تر دې لا جالبه دا وه چې د اروپایي ټولنې غړو دی "عادي" افغان بللی، خدایزده چې له دې عادي افغانانو سره د دوی د خواخوږۍ لینک له کومه شو؟☺
دا نظام تر دې هم ډېر مهم دی چې ککرۍ ورته نذرانه شي!
دا نظام تر دې هم ډېر مهم دی چې ککرۍ ورته نذرانه شي!
جاري تحميل الاقتراحات...