Hamdullah Fitrat
Hamdullah Fitrat

@HalimyarF

6 تغريدة 1 قراءة Apr 04, 2023
زموږ خوږ پيغمبر قايد المجاهدين ﷺ د استخباراتو برخې ته ځانګړې پاملرنه کوله، د دښمن څخه د معلوماتو تر لاسه کولو او د دښمن د تحرکاتو څار ته يې ځانګړي کسان ګمارلي وو، د هغوئ لپاره يې ځانګړې اهداف ټاکلي وو.
د عربو په جزيره آن د فارس او روم په خاورو کې يې هر خوا خپل ځري ګمارلي وو.
👇
له استخباراتي پلوه د رسول اللهﷺ د ښه اعداد ښه دليل دا کيدی شي چې هيڅکله د مسلمانانو اسرار نه دي ډاګيز شوي او نه يې هيڅکله له پلانونو او جنګي موخو دښمن خبر شوی.
نبوي استخبارات پر دوه ډوله وو!
👇
۱- تعرضي: چې د دښمن تر حملې وړاندې به يې معلومات مرکز ته ليږل تر څو مسلمانان په دې خبر وي چې بريد څوک کوي، له چا سره او کله مخامخ کيږي!
۲- وقايوي: د دښمن تحرکات څارل او ورباندي بريدونه کول.
👇
بيلګې:
عامر بي فُهيره رضی الله عنه هغه صحابي وو چې د رسول اللهﷺ او ابوبکر صديق رضي الله عنه مدينې ته د هجرت پر مهال به يې ددوئ د پلونو د نښو ورانولو په موخه د ابوبکر رضي الله عنه رمه پر هغه لاره تيروله.
همدا راز اسماء ذوالنطاقين رضي الله عنها چې د ابوبکر صديق رضي الله عنه لور👇
وه په پټه به يې خواړه او د قريشو احوال خپل پلار او رسول اللهﷺ ته ور رسول
د مکې ځري:
د احد تر غزا وړاندې د رسول اللهﷺ تره عباس رضي الله عنه مدينې منورې ته يو ليک وليږی چې پکې د قريشو د حملې د وخت او د لښکر د تعداد په اړه معلومات پکې ليکل شوي وو.
د ليک ليږدونکي په خورا سرعت👇
چې په دريو شپو کې دغه ليک مدينې منورې ته ورساوه.
له خبر له رسېدو سره رسول اللّهﷺ امر وکړ چې ياده خبره پټه وساتل شي تر څو د قريشو جاسوسان خبر نشي.

جاري تحميل الاقتراحات...