د مذاکراتو پرمهال، د نویمو کلونو ویجاړوونکې کورنۍ جګړې وېروونکې وړاندوینه د دوحې د هوټلونو په لابيګانو کې د اکثرو بهرنیو دیپلوماتانو پر ژبو جاري وه. زموږ مسئولینو پېښو ته له بلې زاویې کتل او ورته مو پر وخت لازمې تیارۍ ونیولې.
👇
👇
موږ نه یوازې دا چې پر پلازمېنه او د وطن پر سترو ښارونو واکمن شوو، بلکې د کورنۍ جګړې د کمزورو احتمالونو پر وړاندې مو هم پاخه تدابیر ونیول او د عفوې او ورورګلوۍ په انساني او اسلامي پیغام مو ټولې اندېښنې په عمل کې ځواب کړې.نن، نه یوازې دا چې جګړه پای ته رسېدلې، بلکې افغانستان په 👇
تېرو څه باندې څلورو لسیزو کې په لومړي ځل د یوه خپلواک، واکمن، متحد، مرکزي او مسئول حکومت له خوا اداره کېږي. موږ په دې لنډه موده کې په ګڼو مواردو کې د تېرې دورې د مُهلکې اتکا پر وړاندې هڅې کوو او د افغان ظرفیتجوړونې له لارې چارې افغاني کوو. 👇
دا پر خپله خاوره زموږ د مالکیت حس لا غښتلی کوي.موږ پوهېږو، چې اوسمهالې نړۍ کې نړیوالو اړیکو د دولتي او نادولتي لوبغاړو ترمنځ د رغنده تعامل په نتیجه کې ښه پرمختګونه کړي دي. پر دوه اړخیز درناوي او مشترکو ګټو ولاړې اړیکې د وخت اړتیا او د ټولو لوریو د ګټو د خوندیتوب معقوله لار ده.👇
د افغانستان اوسنی حکومت پر همدې ذهنیت نړۍ سره د مثبت تعامل لپاره لاس اوږدويموږ فکر کوو چې اوس د افغانستان او نړۍ ترمنځ د مثبتو اړیکو جوړولو بېساري فرصت رامنځ ته شوی دی.په کور دننه د افغاني ټولنې وحدت تر بل هر وخت زیات پیاوړی شوی او موږ یې پر ځانګړي متنوع جوړښت وياړو،
مونږ د اکثريت او اقليت پر وېش باور نه لرو، د هیواد هر وګړی د يوه واحد کُل نه بېلېدونکې برخه ده.
شرائط دې ته ډیر ښه اماده دي چې افغانستان د نړۍ د امنيت په برخه کې د خپل مسئوليت ترسره کولو له لارې د نړيوالې ټولنې د يوه مسئول او خپلواک غړي په توګه را پورته شي او 👇
شرائط دې ته ډیر ښه اماده دي چې افغانستان د نړۍ د امنيت په برخه کې د خپل مسئوليت ترسره کولو له لارې د نړيوالې ټولنې د يوه مسئول او خپلواک غړي په توګه را پورته شي او 👇
او نړيواله ټولنه ورته د خپلواکۍ د احترام او پر خپلو پښو درېدلو کې د مرستې له لارې هرکلی وکړي.
مونږ له نورو سره د هر ډول شته يا راتلونکو سوءتفاهمونو د له منځه وړلو لپاره له سیاسي، اقتصادي او امنیتي فشارونو څخه په پاکې فضا کې پر رښتينو خبرو اترو باور لرو.👇
مونږ له نورو سره د هر ډول شته يا راتلونکو سوءتفاهمونو د له منځه وړلو لپاره له سیاسي، اقتصادي او امنیتي فشارونو څخه په پاکې فضا کې پر رښتينو خبرو اترو باور لرو.👇
تجربو ثابته کړې چې په افغانستان کې د فشار اپشنونه نتیجه نه ورکوي.
په افغانستان کې شته بشري وضعیت زموږ او د نړۍ ګډ انساني مسئولیت دی. د بشري ناورينونو د تحميل له لارې د سياسي اهدافو د تر لاسه کولو هڅه متمدنه او اخلاقي تګلاره نه ده.
👇
په افغانستان کې شته بشري وضعیت زموږ او د نړۍ ګډ انساني مسئولیت دی. د بشري ناورينونو د تحميل له لارې د سياسي اهدافو د تر لاسه کولو هڅه متمدنه او اخلاقي تګلاره نه ده.
👇
په افغانستان کې د اقتصادي ستونزې یو لامل زموږ پر مالي او بانکي نظام د متحده ایالتونو له خوا لګېدلي بندیزونه دي چې زموږ ډېری ملکي او بشري پروژې يې له خنډ او ځنډ سره مخ کړي دي. د اوسني اقتصادي او بشري وضعیت اساسي حل دا دی، چې د افغانانو پر مالي او بانکي نظام بندیزونه لرې کړل شي
👇
👇
او فرصت ورکړل شي چې افغانان پر خپلو ظرفیتونو او ابتکارونو د بشري ستونزو حل راوباسي.
په دې اساس، د امریکا د متحده ايالتونو مسئولیت جوړیږي چې باید د افغان ولس کنګل کړې شتمنۍ ژر تر ژره خوشې او د دوحې تړون په اساس ټول بندیزونه لیري کړي.
👇
په دې اساس، د امریکا د متحده ايالتونو مسئولیت جوړیږي چې باید د افغان ولس کنګل کړې شتمنۍ ژر تر ژره خوشې او د دوحې تړون په اساس ټول بندیزونه لیري کړي.
👇
پر یوه جګړهځپلي ملت مالي او بانکي بندیزونه به د امریکا لپاره کومه سیاسي او یا ان اخلاقي توجیه ولري؟
غواړو د امریکا حکومت او ملګرو ته یې وریاده کړو، چې اقتصادي بندیزونه او نور فشارونه فاصلې له منځه نشي وړلی، بلکي یوازي اعتماد کولای شي فاصلې راکمي کړي.
👇
غواړو د امریکا حکومت او ملګرو ته یې وریاده کړو، چې اقتصادي بندیزونه او نور فشارونه فاصلې له منځه نشي وړلی، بلکي یوازي اعتماد کولای شي فاصلې راکمي کړي.
👇
افغانستان چې د نظامونو د ناکامۍ او پاشلتیا یو تاریخ دی چي نړیوالو قوتونو او ایتلافونو یې هم د دې دوران مخه ونه نیولای شوه، اوسني نظام د داسې حکومتدارۍ بنیاد ايښی چې د تاریخ دا باطل دوران ودروي. د افغانستان د اوسني حکومت د کمزوري کېدو پایله به څه وي، بې له دې چې بشري ناورین وي
👇
👇
بلکې ګاونډ، سيمې او نړۍ ته به د امنیت، کډوالۍ، اقتصاد، او روغتيا اړوند نوې ننګونې له ځان سره ولري.
له دلايلو پرته، دافغانستان اقتصاد له تېرو ۲ لسيزو راهيسې پر بهرنيو مرستوداعتياد ترکچې متکي شوی وپه دغه بحراني وخت کې دافغانستان له خلکو سره په لوړه کچه په مرستو کې پاملرنه په کار
له دلايلو پرته، دافغانستان اقتصاد له تېرو ۲ لسيزو راهيسې پر بهرنيو مرستوداعتياد ترکچې متکي شوی وپه دغه بحراني وخت کې دافغانستان له خلکو سره په لوړه کچه په مرستو کې پاملرنه په کار
ده.
زمونږ وړانديز دا دی چې نړيوالې مرستې په روزګاري فُرصتونو بدلې شي او د پايدار اغېز د رامنځ ته کولو په موخه نيمګړې او نوې دولتي پروژې تمويل شي.
👇
زمونږ وړانديز دا دی چې نړيوالې مرستې په روزګاري فُرصتونو بدلې شي او د پايدار اغېز د رامنځ ته کولو په موخه نيمګړې او نوې دولتي پروژې تمويل شي.
👇
تر څو چې داخلي اقتصاد ژوندی نه شي، د مرستو پيسې لسګونو ميليونونو خلکو ته ډوډۍ نه شي ورکولای. د افغانستان د اقتصاد د ژوندي کولو اړين شرائط لکه امنيت، سياسي اراده، شفافيت او حساب ور کول د بل هر وخت په پرتله زيات موجود دي.
👇.
👇.
اړتیا ده بندیزونه لرې شي تر څو افغانان د خپلې اقتصادي خودکفايۍ لپاره هڅې وکړي.د دې تر څنګ،د بين المللي سوداګرۍ،زمونږ د ناسپړلو معدني زېرمو د استخراج دملي او بين المللي کچې لويو پروژو د تطبيق پر وړاندې پراته خنډونه له منځه یوړل شي ترڅودهیواداقتصادي بهیر مو عادي حالت ته راستون شي.
جاري تحميل الاقتراحات...