Hamdullah Fitrat
Hamdullah Fitrat

@HalimyarF

21 تغريدة Apr 04, 2023
۱/۱۹
عبدالبصير يم د همدې دشت سيمې اوسېدونکی، کوم انځورونه چې تاسو پر مخامخ ديوال وينئ، دې کې مې پلار او ۴وروڼه دي.
زه خپله ايران کې مسافر وم. يوه ورځ مې له وروڼو سره ټلفون وکړ ورته ومې ويل چې نور نو کورته درځم، ټول خوښ وو. څو ورځې وروسته مې کورته زنګونه ووهل، خو زنګ نه ورتلو...
۲/۱۹
بيا مې د تره زامنو ته زنګ وواهه، ما ويل: کور کې څه کيسه ده چې موبايلونه ټول بند دي؟
هغوی وويل: هيڅ خبره نشته، شايد دوی به ددې لپاره ويل چې خبر نشم او هلته په مسافرۍ کې مې زړه ونه چوي. ماته يې وويل: پنځه واړه ژوندي دي خو ته ځان راورسوه. ما ورته وويل: صبر چې پيسې خو راواخلم!
۳/۱۹
دوی بيا ټينګار وکړ چې نه پيسې پرېږده، ځان راورسوه.
شکی شوم، ځکه څو ورځې وړاندې مې خوبونه ليدلي وو؛ خو وروسته مې چې وروڼو ته زنګ وواهه او مور سره مې هم وغږېدلم، نو يو څه ډاډه شوم؛ خو خبر نه وم چې له له زنګ دوه ورځی وروسته به زما خوب رښتيا کيږي.
د زنګ پر مهال مې مور ته وويل:
۴/۱۹
خوب مې ليد ته هم مړه شې.
مور مې ويل: چې زه روغه جوړه يم بې غمه اوسه.
د تره زامنو له زنګ پوره درې ورځې وروسته کورته راورسېدم چې څنګه مې دروازه وليده، زړه مې وغورځېده، ځکه ورانه ويجاړه وه.
بيا عبدالحکيم (چې وروسته شهيد شو) راته وويل: پلار دې شهيد شو.
زه چې بيخي ټکان وهلی وم،
۵/۱۹
ورته ومې ويل: که شهيد کيده قاري ناصر به شهيديده پلار مې څنګه شهيد شو؟
هغه سر ښکته کړ، زه کورته ننوتم، چې لمونځ مې وکړ؛ مولوي صاحب علي جان(وروسته هغه هم شهيد شو) راغی، د تره زوی او تره مې هم ورسره وو د ستړې مشې پر مهال مې د تره لاس ته پام شو په مرمۍ لګېدلی وو، ترې ومې پوښتل:
۶/۱۹
څه درباندې شوي؟
هغه په جدي لهجه وويل: هيڅ، ته درځه ! بيا يې مورته ورغږ کړ چې ژر چای راتيارې کړئ!
د چای د څښلو پر مهال مې کاکا ته وويل: هر څه چې شوي ټکي په ټکي راته ووایاست!
اخير کومه پېښه شوې چي تاسو يې رانه پټوئ؟
هغه سر ښکته کړ او مړه يې وويل: پلار دې، مولوي صاحب او
۷/۱۹
قاري ناصر شهيدان شوي.
: او څوک ژوندي پاتي دي؟
: يو ورور دي هم ژوندی نه دی پاتي!!!
دې خبر دومره ولړزولم ما خو ويل زلزله ده، څنګ ته ناستو ماشومانو ته مې وکتل، ستونی مې راډک شو، مور مې غوسه شوه ويلې: شرمېږې نه، ټول تاته راغلي او ته ژاړې؟
ځان مې کنټرول کړ او دعا ته مو لاسونه
۸/۱۹
لپه کړل.
وروسته مې مورته وويل چې اوس يې د شهادت کيسه راته وکړه، هغې وويل: هغه شپه دې ټولې خويندې راغلې وې، ټول سره راټول وو، د پلار دې سخت پر سر درد وو، ستا مشر ورور ته يې وويل: عبدالطيفه زه درته وصيت کوم! دې دوو زامنو قاری ناصر او عبدالبصير ته ودونه وکړه، زه ښه نه يم
۹/۱۹
په اتفاق اوسئ. شاکر او مولوي قادر خندل، دا اوس ګوره په لږ سردرد کې وصيت کوي، ته به وا ځنکندن يې دی.
همدا کيسې او مجلسونه وو چې قاري ناصر وويل: خوب مې ليده چې نبي عليه سلام لومړی د خان اغا(پلار) لاس نيسي، بيا د عبداللطيف، ورپسې د مولوي قادر او شاکر لاسونه نيسي بيا راته وايي
۱۰/۱۹
بس نور ته زما پر ځای کينه! زه غلی غوندي شم چې نه ما خو جهاد نه دی کړی خو هغه صلی الله عليه وسلم ټينګار وکړي.
څو ورځې وروسته مې مور هم خوب ليدلی وو، کله مې چې ورور مدرسې ته تلو مور او پلار نه يې رخصت اخيست، هغوی ورته ويلي وو چې رب دې سرلوړی لره، دعا يې هم قبوله شوه تر شهادت
۱۱/۱۹
بله ستره سرلوړي به په څه کې وي؟
په دې شپه ناوخته مو پلار وويل: چې نور ورځئ ناوخته دی، خو د وروڼو مجلس دي له خويندو سره په ټوکو او خنداګانو نور هم اوږد شو.
د شپې په بيلابيلو کوټو کې ويده شوو، د شپې دوه بجې به لا نه وې چې امريکايان راغلل، سليمان ژر د قاري ناصر خواته
۱۲/۱۹
وروکتل او ويې ويل: اخ؛ چاپه پر موږ شوه!
ټول راپاڅېدل او په ځايونو کې نېغ کيناستل. په ډې کې امريکايان هم زموږ د موټو تر چتونو راورسېدل.
قاري ناصر د پلار د موټې پر لور منډه کړه تر څو په چاپه يې خبر کړي، څو مسلسل ډزونه مو واوريدل، چې ومو کتل هغه يې په سينه ويشتلی وو.
۱۳/۱۹
د ډزو له غږ سره پلار ورغږ کړل: څه وشول؟ ضعف شوې؟ خو چې ويې کتل هغه شهيد شوی وو. شکر يې وايست چې ښه دی زما په مخ کې شهيد شوی او ټپي حالت کې يې رانه وړی نه دی.
بيا دوو امريکايانو شاکر ته ورغږ کړل چې لاسونه پورته کړه ، هغه چې تر څو لاسونه وچتول، ډزې يې پرې وکړې او ځای پر ځای
۱۴/۱۹
يې شهيد کړ.
ټول د مولوي قادر په لټه کې وو، هغه يې هم تر ونه لاندې شهيد وموند.نه پوهيدل چې هغه کله انګړ ته راغلی.
پلار مو د کور چت ته ختلی وو هږونه يې کړي وو: وه مسلمانانو هوايي ډزونه وکړئ خو ويې کړئ! دوی(امريکايانو) زموږ کور راتبا کړ.
له دې وروسته مو د پلار غږ ورک شو.
۱۵/۱۹
تر چاپې وروسته دې خويندو د هغه جسد ليدلی وو چې څو ځايه په چاقوګانو او برچو وهلی وو.
يوې خور مې راته ويل: په اخيره کې عبداللطيف د پلارجان خواته ورغلی و قرانکريم يې ورته نيولی وو چې خير دی پلار ته مې ورپرېږدئ، قرانکريم يې ښځو ته ورکړی وو خو پلار ته لا ورغلی نه وو چې ډزې يې
۱۶/۱۹
پرې کړې وې.
پر کور مو د وحشت له زغه وتې څپه خپره وه، په ۵ ځايونو کې جسدونه پراته وو.
وروسته وحشي امريکايانو سپي راوستي وو پر شپيډانو يې ګرځول چې وسلې او مهمات ورسره وګوري، خو هيڅ يې ونه موندل، مور مې سپيو ته ورغلې وه چې يا خو به مې وخوري او يا به يې له شهيدانو وشړم.
۱۷/۱۹
سپي روان کړل، زما مورته يې وويل: زامنو دي ماينونه ايښودل او وسله وال فعالیت يې کاوه.
مور مې ورته ويلي وو: دروغ واياست دوو درسونه ويل او ډوه کروندګر وو.
کور يې تلاشي کړ، د شهيدانو پر جسدونو يې په مارکر قلم خطونه وليکل او ولاړل.
د تګ پر مهال مې مور ورته ويلي وو
۱۸/۱۹
ما ولي پريږدئ ما هم ووژنئ زه به ددومره يتيمانو او کونډو سره څه کوم؟ دوئ ورته ويلي وو تاسو ټول يوې کوټې ته ولاړ شئ موږ به د پاسه بم درباندې واچوو، نور مې ويل تر ډيره موږ د بم لپاره په کوټه کې منتظر وو.
مور مې د سهار پر لمانځه ولاړه وه ويل يې: خدايه تا راکړل او تا واخيستل
۱۹/۱۹
خو هغوئ مه ښادوې چي ددوئ شيطاني يې کړې.
#دتراژيدو_مستند_داستان کتاب څخه.
ليکوال: @Q_takalkhan جاويد افغان.
په وروستيو ټويټونو کې ځينې املايي تيروتنې شوې دي، ومې بخښئ احساسات ګډوډ وو.

جاري تحميل الاقتراحات...