Hamdullah Fitrat
Hamdullah Fitrat

@HalimyarF

4 تغريدة Apr 04, 2023
۱/۴
د نورستان په ولايت کې د ۹۱ کلونو پخوانۍ شخړه حل او بدي په سوله بدله شوه.
د سرحدونو٫ قومونو او قبایلو چارو وزارت د رهبري او ولايتي مسؤلينو د پرلپسې هڅو او ځايي خلکو په همکاري ددې ولايت کامديش او کوشتوزو سيمو د اوسيدونکو تر منځ د اوبو پر سر د رامنځته شوې دښمنۍ چي سلګونه کسان
۲/۴
پکې وژل شوي وو، په سوله او دوستۍ بدله شوه.
ددغې ۹۱ کلنې خونړۍ دښمنۍ د ختمولو د پريکړې اعلانولو په موخه نن د نورستان ولايت په مرکز کې ستره ولسي غونډه رابلل شوې وه چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزير الحاج ملا نورالله نوري او ورسره مل لوړ رتبه پلاوي پکې ګډون کړی وو
۳/۴
د منازعې د حل په موخه د ټاکل شوې جرګې مشر ملک سليمان، د نورستان ولايت والي مولوي محمد اغا حکيم او ځينو نورو ويناوالو د د صلحې او يووالي پر ارزښت ويناوې وکړې.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست الحاج ملا نورالله نوري وينا وکړه، د ولسونو تر منځ د شخړو او لانجو حلول
يې د اسلامي امارت له لومړيتوبونو څخه ياد کړل او د نورستان له غيور ولس څخه يې ددې سترې دښمنۍ په دوستۍ بدلولو او شخړې هوارولو کې يې د هلوځلو او همکاريو مننه وکړه.

جاري تحميل الاقتراحات...