#خــــبر:
۱/۷ ــ نن ماسپښین د کورنیو چارو وزیر محترم ملا سراج الدین حقاني د ملګرو ملتو د سرمنشي له مرستیال (ګیلیس میچود) او په کابل کې د ملګرو ملتو د دفتر له مشرې دیبورالینز او ورسره پلاوي سره و کتل.
۱/۷ ــ نن ماسپښین د کورنیو چارو وزیر محترم ملا سراج الدین حقاني د ملګرو ملتو د سرمنشي له مرستیال (ګیلیس میچود) او په کابل کې د ملګرو ملتو د دفتر له مشرې دیبورالینز او ورسره پلاوي سره و کتل.
۲/۷ ــ په دې کتنه کې محترم حقاني صاحب د وروستیو مرسته شویو پیسو د لګولو او امنیتي ګواښونو له منځه وړلو په برخه کې یاد پلاوي ته ډاډ ورکړ.
دغه راز یې ترې وغوښتل، چې د اسلامي امارت په رسمیت پیژندلو، تورلست ختمولو او په مجموع کې د ټولو بندیزونو کولو کې عملي ګامونه واخلي.
دغه راز یې ترې وغوښتل، چې د اسلامي امارت په رسمیت پیژندلو، تورلست ختمولو او په مجموع کې د ټولو بندیزونو کولو کې عملي ګامونه واخلي.
۳/۷ ــ له ملګرو ملتونو او د نړۍ له هیوادونو سره ګډ کار کول دې ته اړتیا لري، چې اسلامي امارت د رسمي جهت په توګه عملي ګامونو اخستلو ته تابیا ونیسي او په دې برخه کې د باور فضا رامنځته کول دير مهم دي.
د بیلګې په توګه کنګل شوې پيسې باید را خلاصي شې
د بیلګې په توګه کنګل شوې پيسې باید را خلاصي شې
۴/۷ ــ او په امنیتي برخه کې د دوحې تړون عملي کول او تور لست ختمول مهم نقش لري.
ده وویل چې اسلامي امارت د دوحې تړون عملي کولو ته ژمن دی او نړۍ ته مو هم پيغام دادی چې د متقابل احترام په بنسټ ولاړې اړیکې غواړو.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازي هم له خپل اړخه ډاډ ورکړ،
ده وویل چې اسلامي امارت د دوحې تړون عملي کولو ته ژمن دی او نړۍ ته مو هم پيغام دادی چې د متقابل احترام په بنسټ ولاړې اړیکې غواړو.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازي هم له خپل اړخه ډاډ ورکړ،
۵/۷ ــ ورکړ، چې د ملګرو ملتونو د تورلست په سپینولو کې به لا ډيرې هڅې وکړي.
دغه راز یې دبشري مرستو نه علاوه دنورو مرستو ژمنه هم وکړه.
همدارنګه نوموړي زیاته کړه، چې داسلامي امارت په راتګ سره امنیت تأمین شوی، له لس کلن ځنډ وروسته یې بیرته د ځمکې اوهوا له لارې د مرستو لړۍ پیل کړې ده.

۶/۷ ــ دملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال زیاته کړه، چې اوس ستاسي سره له نژدې کار کول هغه تبلیغات چې په تیرو شلو کلونو کې ستاسي په ضد شوي وو، منفي کوي او نړۍ ته مثبت او د ډاډ پيغام ورکوي او داچې ملګري ملتونو ډاډ من دي، چې اسلامي امارت له فساد سره د مبارزې کلک هوډ لري.
۷/۷ ــ د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال همدارنګه وویل چې دی له افغانستان څخه د امن، سوکالۍ او د ګډ کار د ژمنې او تعهد له پيغام سره بیرته د ملګرو ملتونو سرمنشي ته ورځي، چې دا به راتلونکو ورځو کې افغانانو ته ښه زیري ولري.
جاري تحميل الاقتراحات...