Hamid Afghan
Hamid Afghan

@mwhamid

5 تغريدة 12 قراءة Mar 29, 2020

ذمیانو سره چلند
ذمي/ذمیان هغو کفارو ته وایي چې مسلمان هیواد کې اوسي او د هغه هیواد نظام ته یې غاړه ایښې وي یعني د دې هیواد اتباع وي. د اسلام عادلانه نظام کې لکه څنګه چې د مسلمانانو ټولو اړتیاوو ته پوره توجه او له هغوی سره مرسته لازمي ده.
② داراز د اسلامي دولت تر ولکه لاندې کفارو سره هم د هغوی په اړتیاوو کې مرسته ضروري ده. په دې اړه ذمیانو سره د عمر بن عبد العزيز رحمه الله د چلند یو روایت راخلو.
عمر بن عبد العزيز رحمه الله د عراق والي عبد الحمید بن عبد الرحمن ته ولیکل:
③ خلکو ته له بیت المال نه د هغوی لپاره ټاکلې پیسې ورکړه، . هغه په ځوابي لیک کې ورته ولیکل: خلکو ته مې د هغوی پیسې ورکړې، خو بیت المال کې لا نور مال هم شته. عمر بیا ورته ولیکل: کوم خلک چې په اصلي اړتیاوو کې پوروړي شوي وي، د اسراف او کم عقلي لامله نه؛ دهغوی پورونه پرې کړه.
④ هغه ورته ولیکل: د هغوی پورونه مې هم پرې کړل، خو بیت المال کې بیا هم مال شته.
عمر ورته ولیکل: غریبان ځوانان وګوره چې ودونه نه شي کولی، هغوی ته له بیت المال نه ودونه وکړه. والي ورته ولیکل: څومره غریبان ځوانان مې چې وموندل هغوی ته مې ودونه وکړل، خو بیت المال کې لا هم مال شته.
⑤ عمر ورته ولیکل: اهل ذمه کفار وګوره، که یې د ځمکو حاصلات کمزوري وي، هغوی ته پیسې ورکړه چې خپلي ځمکي د زیاتو حاصلاتو ترلاسه کولو لپاره پرې تیاري کړي. کتاب الأموال لأبي عبید بن سلام ص: ۲۶۵

جاري تحميل الاقتراحات...